د توتي هغه نسل چې انسان له منځه یوړ

روهي(یوه نۍ/۲۴ د لیندۍ)، د امریکا د یوه ځایي توتي پر نسل د یوې جنیتیک څېړنې پایلو جوته کړې ده چې د دې توتي نسل د انسانانو له لاسه له منځه تللی. ساینس پوهانو د کارولاینا پراکیټ په نامه د دې نسل د یوه مړه شوي توتي پر پاتې شونیو څېړنې کړې دي. د ډي اېن اې څېړنو ښودلې ده چې په دې توتي کې د هغو نسلونو هېڅ نښې نښانۍ نه وې چې عموماً له ورکېدو سره مخ وي. د دې څېړنې یو برخوال او د بارسلونا پوهنتون استاد کارلس لالوزه فاکس وایي: "که چې یو نسل په ختمېدو وي نو وروستي پاتې مارغان له جنیتیک پلوه یو بل ته ډېر ورته وي. خو د دې طوطي په اړه څېړنو ښودلې ده چې په نسل کې یې جنیتکي تنوع ډېره وه، او دا په دې معنا ده چې نسل یې لوی شمېر کې موجود و ". که څه هم ساینس پوهانو د پراکیټ توتي د نسل د ورکېدو کره لامل تر دې دمه نه دی په ګوته کړی، خو داسې اټکل کېږي چې د انسانانو لخوا د ځنګلونو وهل، په لویه کچه ښکار او د مارغانو نیول او ساتل یې ځینې فکتورونه وو. ځینې بیا په دې باور دي چې د دې توتیانو په چاپېریال کې د شاتو د مچیو ډېرېدو ناروغۍ رامنځته کړې، چې ښایي دا یې هم د نسل د ورکېدو لامل شوی وي.