د مالتو حاصلات ډېر شوي

روهي(یوه نۍ/۲۴ د لیندۍ)، د افغانستان په ختیځ ننګرهار ولایت کې د مالټو حاصلات د تېر کال پرتله نژدې پنځه برابره لوړ شوي دي، پر وخت چوپړونه او مناسبه هوا د دې مېوې د ډېرېدو لاملونه بلل کېږي. د افغانستان د کرنې وزارت وايي هغو دولتي فارمونو چې تېر کال يي ۱۵۰۰ ټنه حاصلات ورکړي وو سږ کال يې حاصلات له ۵ زرو ټنو لوړ شوي. مالټه، کینو، سنګتره، نارنج، لیمو او ترنج له هغو ستروسي مېوو څخه دي چې له څو کالونو راهیسې يې د افغانستان په ختیځو ولایتونو کې بڼوالي او کاروبار پر غوړېدو دی. د افغانستان د کرنې وزارت د معلوماتو له مخې، دا هېواد په ډېرو وچو او تازه مېوو پر ځان بسیا دی، خو مالټه او کېله له هغو مېوو څخه دي چې تر ډېره له ګاونډیو هېوادونو افغانستان ته واردېږي.د افغانستان کرنې وزارت ویاند اکبر رستمي وايي سږ کال په کنړ او ننګرهار کې د مالټو حاصلات ۱۲،۵ ټنو ته رسېږي چې په تېرو نژدې درېیو لسیزو کې لوړه کچه ښيي. د ننګرهار په کانال کې د حاصلاتو ډېرېدا دولت ته د ۲۵ میلیونه افغانۍ عوایدو ګټه رسولې، تېر کال دا اندازه یو میلیون افغانۍ وه.