پر خلکو د ښې حکومتولۍ تاثیرات

د ښې حکومتولۍ اصل دی چې له رسمي مناسبتونو، ملي مسایلو، لاسته راوړنو، ستونزو او کړکېچ څخه به خلک خبریږي ترڅو په حکومتولي کې ونډه ولري او د جنجالونو په وړاندې نظر ورکړي یا د فساد د مخنیوی هڅه وکړي.

خو دلته وینو چې نه یوازې حکومتوال یا چارواکي د ښې حکومتولۍ د اسلوبو په نظر کې نیولو او نړیوالو ته د څرګندې ښکارندویې لپاره پروګرام که لري نو ورسره شخصي ګټې او د تبلیغاتي بڼې په توګه استفاده کول هم کم نه دي. یعنې ځینې مسوولین د خپل فعال کرکټر ثابتولو لپاره غواړي له رسنیو او مدني ټولنو سره په یوه داسې اړیکه کې پاتې شي چې ګواکې دی اتل دی!

روڼتیا سپېڅلی فکر او هېوادنی احساس غواړي چې خلکو ته په رښتیني ډول هر څه معلومېږي چې څوک څومره اتل دی او څنګه یې خپلې اړوندې چارې سمبال کړې دي؟

بل خوا افراطیت او حد نه زیات تبیلغ بیا د ښې حکومتولي د مرګ سبب ګرځيدلی شي. په حکومتولي کې سیاسیونو معمول ګرځولې چې د ولسونو تېر اېستو هڅه به کوي یا ښايي د خلکو پر وړاندې ځينې حساسې سوژې را برسیره کړي ترڅو یوه ډله خوښ کړي او بله ډله په عینې موضوعاتو باندې وځپي.

د ولسواکۍ په مفهوم کې د ښې حکومتولي لپاره د خلکو اکثریت ګډون له موخې پرته څرګند بحث دی چې په نړۍ کې په اصطلا د ډیموکراسۍ ابر قدرته جهتونه هر سیاسي او غیر سیاسي پرېکړه له ولسونو سره په خوښه ترسره کول غواړي خو د دغه تصور او غوښتنې عملي کول په خپل ذات کې د حاکمو په نبوغ کې په دې ډول ننوتې چې ګواکې په رښتینې مانا یې زغملی نه شي.

د ښې حکومتولۍ تر اغیز لاندې سیمو کې د خلکو ژوند ډاډمن وي ځکه هلته د ملت له بودیجي او بیت المال خپل سري مصارف نه کېږي. هره رغنیزه پروژه د ولسونو پایښت او اسانتیاوو ته د رسېدو په هیله پای ته رسیږي. همدارنګه محاکم د عدالت تأمینېدو په نیت هر ډول قانوني لاره سنجوي او د جنایت یا فساد مخه نیسي.

دغه راز ښه حکومتولي د جبر ضد دی؛ که هغه آمر وي یا مدون وي له زور او ستم څوک کار نه شي اخېستلی. کنه د حکومتولۍ ټول اسلوب تر پوښتنې لاندې راتللی شي او ممکن ګوندونه یا ډلې یې پر وړاندې لاریونونه وکړي او مرګ پر دغه ډول حکومتولۍ نارې ووهي چې پایله به یې بیا کړکېچنه وي.

د حکومت کولو پر مهال سمبولیکې کړنې ترسره کول د ښې حکومتولۍ ښکاره رد دی ځکه حکومت ته خلکو رایه یا خپل حق ورکړی وي چې پرې واک وچلوي، په داسې حالت کې چې ولس پر حکومت باور وکړي او د ملي مسایلو د پرېکړې کولو واک ور کړي نو حق لري چې له ټولو پټو او ښکاره اطلاعاتو او مسایلو باید وپوهیږي چې په نظام کې یې څه روان دي.