
روهي( یوه نۍ/۲۴ د لیندۍ )، په داسې حال کې چې لبنان غواړي د پخواني لومړي وزیر سعد حريري ځای ناستی معرفي کړي پلازمينه بيروت د سختې شخړې روانې دي.
پرون د بيروت ښار د شهدا په ميدان او د لبنان د پارلمان په شاوخوا سيمو کې سخت جنګونه وشول. ځینو خبري سرچينو دغه شخړې د تيرو اوونيو د نا آراميو په لړ کې تر ټولو شديدې او بې سارې توصيف کړي دي.
د آلمان خبري آژانس په حواله، نښتو هغه مهال زور واخيست چې اعتراض کونکو غوښتل د پارلمان په مخ کې يوې حفاظت شوې سيمې ته وردننه شي.