ننګرهار کې د چرګوړو د تولید فابیرکه جوړه شوه   

روهي( یوه نۍ/۲۴ د لیندۍ )، د ننګرهار د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست وایي، چې ننګرهار کې په لومړي ځل د چرګوړو د تولید یوې فابریکي په کار پيل وکړ چې، له پاکستان څخه به د چرګوړو په وارداتوکې شل سلنه کموالی راولي.
 

د ننګرهار د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ سرپرست رييس ضمير بهسودی وايي، دغه فابریکه چې د خصوصي سکټور له خوا جوړه شوې ده په میاست کې د ۶۰۰ زره چرګوړو د تولید وړتیا لري.
ښاغلی بهسودی وایي، چې د ننګرهار د کرنې ریاست هلې ځلې کوي، چې د چرګانو روزنې برخه کې سوداګرو ته اسانتیاوې زیاتې کړي.
 
د حبيب حسام په نوم د دې فابريکې مشر عزيز الله حسام د فابريکې د پرانېستې پرمهال وویل، تر پخوا په کور دننه د چرګانو روزنې برخه پیاوړې شوې او دا څېر فابریکې کولی شي له پاکستان څخه د چرګوړو په وارداتو کې د پام وړ کموالی راولي.
 
هغه زياته کړه، د دې نوې فابریکې په جوړښت سره به د چرګوړو په وارداتو کې شل سلنه کموالی راشي.
 
حسام وايي، هڅې يې پیل کړي په کور دننه د چرګانو روزنې لپاره ډېر کار وکړي، خو له حکومت غواړي چې دې برخه کې ورسره پوره همکاري وکړي.