
د نړۍ معتبرو ورځپانو ته لنډه کتنه (يوه نۍ/يکشنبه)
ډاکټر نېک محمد ويال
والسټريټ ژورنال:
چين او متحدو ايالتو د سوداګرۍ په برخه کې نوې هوکړه کړې. د امريکا متحدو ايالتو او چين ترمنځ د سوداګرۍ په نوې هوکړه هغه ۱۵ سلنه تعرفې چې د ټرمپ ادارې په چينايي توليداتو وضع کړې وې، ۷،۵ سلنې ته راټېټې شوې دي. چين د ۱۲۰ مېلېارده امريکايي ډارو په ارزښت بوټان او د پوښاک توکي امريکا ته لېږدوي. چين به هم د متحدو ايالتو د ۱۵۶ مېلېارده امريکايي ډارو په ارزښتو هغه توکو باندې چې ګرځنده موبايلونه، کمپيوټرونه او نور برښنايي وسايل په کې شاکل دي ۱۵ سلنه تعرفې لغوه کړي.
انډيا ټايمز:
آپل کمپنۍ خپل کارمندان مېلېونر کړل. د آپل کمپنۍ په اړه يو خپرو شوي راپور کې ويل شوي دي، چې د دغه کمپنۍ د زر کارمندانو څخه ۴۰ يې مېلېونران شوي دي. د دغه ۴۰ کارمندانو له ډلې سټېف جایز ۲۵ کلن دی، چې ۲۲۷ مېلېونه امريکايي ډالرو په ارزښت پانګه لري.
الجزيره:
پوليسو يو ژورنالېست په دې جرم بند کړی چې يو جنګي مشر ته يې د شهيد کلمه کارولې ده. د بنګلادېش پوليسو د عبدالقدير مولا په نوم د يو جنګي مشر د اعدام د شپږمې کليزې په اړه د هغه راپور ژورنالېست بندي کړ چې ده ته يې شهيد ويلي وو.
جيونيوز:
د کرېکټ له نړۍ. مارک بوچر د سويلي افريقا د کرېکټ ملي لوبډلې کوچ ټاکل شوی دی. نوموړی د four-Test کورنيو لوبو لپاره چې د انګلستان پر وړاندې تر سره کيږي، ټاکل شوی دی. بنګلادېش کې دغه لوبې د همدې ميلادي مياشتې په ۲۶ نېټه پيل کيږي.
اسوشيېټېډ پرېس:
ملګرو ملتونوکې د ۲۰۰ هېوادونو استازي د اقليم د بدلون په اړه سره راټول شوي دي خو تر اوسه کومې پرېکړې ته نه دي رسېدلي. دغه څو ورځې وړاندې رابلل شوې وه چې نن يې ۱۴مه ورځ ده خو تر اوسه کومې پرېکړې ته سره په کې نه دي رسېدلي. د اقليم د بولدون په اړه د ملګرو ملتونو دفه ناسته د هسپانيې په پلازمېنې مادريد کې رابلل شوې ده.
العربيه:
د ليبيا پوځ وايي چې پوځيانو يې د پلازمېنې طرابلس په ختيځو برخو کې له جنګايلو مهمې سيمې نېولې دي. د ليبيا حکومت د هېواد په يو شمېر سيمو کې د حکومت له مخالفو ډلو په سره جګړه بوخت دی.
اېکسپرس ټريبون:
دغه رسنۍ پاکستان کې د اسلامي بانکونو د وضعيت په اړه مقاله خپره کړې ده. اېکسپرس ټريبون ليکلي دي چې دغه هېواد کې اسلامي بانکونه له سخت وضعيت سره مخ دي او تر ډېره ورڅخه پيسې اېستل شوي دي. د پاکستان مرکزي بانک په هېواد کې د اسلامي بانکونه پر وړاندې د رامنځ ته شوې ستونزو پخلی کوي.
رويټرز:
د انګلستان ملکې اليزابت د نوي لومړي وزير جانسن سره وکتل. رويټرز ليکلي دي چې ملکه به د راتلونکې پنځه نۍ په ورځ جانسن ته له اروپايي ټولنې د انګلستان د وتلو په شمول د کارونو اجنډا وړاندې کړي.