د پاکستان لومړی وزیر ( عمران خان ) سعودي عربستان ته تللی

روهي( یوه نۍ/۲۴ د لیندۍ )، لومړي وزیر عمران خان د سعودي عربستان پرمهال په ریاض کې شهزاده محمد بن سلمان سره ولیدل.
 
د لومړي وزیر دفتر لخوا خپاره شوي بیان له مخې د سعودي او پاکستان دوه اړخيزو اړيکو او په سيمه کې عمومي وضعيت تر بحث لاندې ونيول شو.
 

له دې وړاندې لومړي وزیر عمران خان په یو ورځني سفر سعودي عربستان ته رسیدلی و ترڅو د دواړو اسلامي هیوادونو ، پاکستان او سعودي عربستان ترمینځ اړیکې پیاوړي کړي.
 
عمران خان د خپل سفر په لومړي مرحله کې مدینې ته ورسید.