د نړۍ معتبرو ورځپاڼو ته لنډه کتنه

د نړۍ معتبرو ورځپانو ته لنډه کتنه
ډاکټر نېک محمد ويال 
 
جيوز نيوز:
لومړی وزير عمران خان سعودي عربستان ته تللی دی. دغه پاکستانۍ رسنۍ ليکلي دي چې لومړی وزير د يو ورځني سفر په پار سعودي تللی دی چې هلته به له سعودي چارواکو سره په دوه اړخيزو اړيکو او سيمه کې په وروستيو پرمختکونو وغږيږي. په روان يو کال کې سعودي عربستان ته دا دې لومړي وزير عمران څلورم سفر دی.

الجزيره:
د هند د حکومت د کابينې د تابيعت د ورکړې پرېکړې جنجالونه راپورته کړي دي. د هند په ختيځ کې ننني لاريونونه په تاوتريخوالي اوښتي دي، چې غوسه شوي لاريون کوونکو شپږو بسونه سوځولي دي. د هند کابينې پرېکړه کړې چې له مسلمانانو پرته د افغانستان، پاکستان او يو شمېر نورو هېوادونو اقليت وګړو ته د هند تابيعتونه ورکوي.
 
العربيه:
عربي ژبې العربيه ورځپاڼې د شمالي کوريا د نوي توغنديو د ازموينې په اړه ليکلي دي. د شمالي کوريا دولتي رسنۍ ليکلي دي چې نوې د وسلو ازموينې د متحدو ايالتو د وسلو د ګواښونو پر وړاندې دفاع او ځواب دی. د شمالي کوريا لوړ پوړو چارواکو خبرداری ورکړی دی چې که چېرې د امريکا په شمول د دوی مخالف هېوادونه ارام نوی عيسوي کال غواړي نو د شمالي کوريا پر وړاندې له بې ځايه تحريک دې لاس واخلي.

ګارډين:
د اپل په شمول د نړۍ پرمختللې د ټېګنالوژۍ شرکتونه په دې هڅه کې دي، چې د نوي ۲۰۲۰ ز کال په راتګ سره د انټرنېټ په برخه کې 5G چوپړونه وړاندې کړي. اوس مهال د سمسونګ، آپل او نورو شرکتونه د 5G چوپړونه نه شي وړاندې کولی خو په نوی کال سره دوی په خپلو Devices کې 5G خدماتونه ځای پر ځای کړي.

انډيا ټايمز:
د نوي ۲۰۲۰ز کال فيبرورۍ مياشتې له لومړي نېټې وروسته به واټس آپ په مېلېونه سمونګ او ايفون موبايلونو کې کار نه کوي. اوس مهال واټس په هر ډول سمسونګ او آپل ځيرک موباليونو کې کار کوي، خو د فيبرورۍ له لومړي نېتې وروسته به د واټس آپ د کارونې Operating Systems ځانګړي او په هر يو Operating Systems کې به کار نه کوي.