د احتجاجونو په دوام نن دویمه ورځ بیا د هند په کلکته ښار کې لاریونونه وشول

روهي(نۍ/۲۳ د لیندۍ)، د هند کولکته ښار کې د دغه هېواد تابعیت ناندریز قانون پر ضد دویمه ورځ هم احتجاجونه روان وو. د دغه نوي قانون له مخې له دریو ګاونډیو هېوادونو چې مسلمانان پکې اکثریت دي، هند ته هغه ورغلي کډوال، چې ثابته کړي، دوی هلته ځورول شوي، د دغه هېواد تابعیت ترلاسه کولای شي. احتجاج کوونکو ویلي، د شنبې پر ماسپښین به له ګرځبندیزه سرغړاوی وکړي. برتانیا، امریکا او اسټرالیا خپلو خلکو ته خبرداری ورکړی چې د هند شمال ختیځ ته له سفر کولو ډډه وکړي او که هلته ځي، باید 'احتیاط وکړي، هند په لر او بر کې د دغه قانون پر ضد احتجاجونه شوي دي. په پلازمېنه نوي ډیلي کې هم د هغو احتجاجیانو او بلوا ضد پولیسو تر منځ اخ و ډب شوی، چې ډېری یې محصلین او زده کوونکي وو. د تابعیت دغه ترمیمي قانوني مسوده چې د 'سي اي بي ' په مخفف نامه یاديږي او روانه اونۍ تصویب شوه، هغو غیر مسلمانانو ته د هندي تابعیت حق ورکوي چې د خپلې مذهبي عقیدې پر بنسټ له ځورول کېدو د ځان ژغورنې لپاره هند ته تښتېدلي دي. پر دغه قانون اعتراض کوونکي وايي، که یې هدف رښتیا د لږکیو خوندیتوب وي، باید د پاکستان احمدیانو په څېر مسلمان لږکیو ته هم دا حق ورکړل شي. دوی دغه راز وايي، دغه قانون د هند سیکولر اساسي قانون هغه اصول تر پښو لاندې کوي چې د ټولو هندیانو خلاف مذهبي تبعیض منع کوي.