
روهي(نۍ/۲۳ د لیندۍ)، استرالیا کې هوا پېژندونکي وايي، د هوا یوه خورا توده څپه د دغه هېواد له لوېدیځه د ختیځ پر لور روانه ده چې له کبله یې ښايي راتلونکې اونۍ د دغه هېواد په تاریخ کې تر ټولو توده ورځ راشي. د هوا پېژندنې ادارې 'بي او ایم ' مسوولین وايي، د چهارشنبې له ورځې وروسته په ځینو سیمو کې د تودوخې درجه له ۴۰ درجو واوړي. د سخت تاوده موسم او له دې کبله د اورلګېدنې خطر په تړاو کوینزلنډ او اسټرالیا کې رسمي خبرداری ورکړل شوی دی. بل لور ته د دغه هېواد په لویدیځ پرت او شاوخوا سیمو کې همدا اوس د تودوخې درجه ۴۰ او ۴۱ ته رسېږي. د اوس لپاره د تودوخې لوړه لیکل شوې درجه ۵۰ اعشاریه اووه درجې ده، چې په سویلي اسټرالیا په اوودناداتا سیمه کې ۱۹۶۰ کال کې ثبت شوې ده. د اي بي سي خبري شبکې په رپوټ کې د هواپېژندنې ماهرې دیانا ایادیي له قوله ویل شوي دي، راتلونکې اونۍ به خورا توده وي او په ځانګړې توګه ښايي په سویلي سیمو کې دغه تودوخه ریکارډ کچې ته ورسېږي.