د اندونیزیا په یوه غار کې موندل شوی انځور

روهي(نۍ/۲۳ د لیندۍ)، د اندونیزیا په یوه غار کې د موندل شوي انځور په تړاو ویل کېږي چې ۴۴ زره کاله پخوانی دی. دغه انځور د یوې داسې وحشي مېښې دی، چې د نیم انسان او نیم حیوان په بڼه مخلوق له لوري ښکار کېږي. د ښکاریانو په لاس کې نیزې او داسې څه ښکاري چې پړي ته ورته دي. ځینې څېړونکي دا د نړۍ تر ټولو پخوانی ثبت شوی تاریخ بولي. خو د اندونیزیا دغه انځورګري په نړۍ کې تر ټولو پخوانۍ نه ده، بلکې پروسږ کال ساینسپوهانو د (بشریت) تر ټولو پخوانۍ انځورګري د سویلي افریقا پر یوې ډبرې ولیده چې ویل کېږي ۷۳ زره کاله پخوا کښل شوې ده. ښاغلی بروم وايي: ''مخکې مې داسې څه هېڅ نه و لیدلي، هدف مې دا دی چې په دغه سیمه کې موږ پر ډبرو کښلي سلګونه انځورونه لیدلي دي، خو دغه ډول د ښکار صحنه مې تر اوسه نه وه لیدلې. '' ځینې څېړونکي بیا وايي، کیدای شي دا د انځور په ژبه د یوې کیسې پر ځای په بېلا بېلو وختونو کې کښل شوي انځورونه وي. ماهرین وايي، کېدای شي دا تر ټولو پخوانی انځور نه وي، خو په وینا یې دا تر اوسه موندل شویو انځوریزو کیسو کې د نړۍ تر ټولو پخوانۍ بلل کېدای شي.