اسپانیا د ښځینو پوځي ځواکونو ډېرولو هوډ لري

روهي(نۍ/۲۳ د لیندۍ)، د غیر دودیزو جګړو او ترهګرۍ د مخنیوي نړیوالو هڅو لړ کې د اسپانیا دفاع وزارت د خپلو ځانګړو ځواکونو په لیکو کې د ښځو ونډه ډېروي. د دغه هېواد دفاع وزیره مارګریتا روبلیس وايي، ملګرو ملتونو غوښتي چې په نړیواله کچه د شخړو هواري لپاره له ښځو د لا ډېرې مرستې غوښتنه کړې. په دغه ډول ماموریتونو کې په ځانګړې توګه د ښځو تالاشئ په څېر ښځینه پوځیانو ته سپارل کېږي. مېرمن روبلیس د پوځ د ځانګړو عملیاتو قوماندې مرکز لیدو ته ورغلې وه. د پنجشنبې پر ورځ راباسا سیمه کې د دغه مرکز لیدو پر مهال وزیرې د ترهګرۍ پر یوه مرکز د عملیاتو تریمن ولید، چې په افغانستان او عراق کې دغه ډول چاپې وهل کېږي. غلې روبلیس د ځانګړو عملیاتو قوماندې مرکز لیدنې پر مهال وویل، پوځیان باید نه یوازې د پرمختللې تکنالوژۍ په برخه کې پرمختګ وکړي او چمتو واوسي، بلکې ''د ترهګرو پر ټولنیز او کلتوري شالید هم وپوهېږي. ' 'پانیا په ۱۹۹۹ کې د ښځو لپاره د پوځ بېلا بېلو څانګو کې د دنده ورکول پیل کړل او اوس مهال یې په ځواکونو کې د ښځو ونډه ۱۲ اعشاریه اووه سلنه ده چې د ناټو اوسط ۱۱ اعشاریه یوه پرتله ډېره ده.