
روهي(نۍ/۲۳ د لیندۍ)، د سودان پخواني ولسمشر عمر البشیر ته په یوه ټولنیز اصلاحي مرکز کې د فساد په تور د دوه کلونو تېرولو سزا ورکړل شوې ده. د نوموړي د محاکمې پر مهال د هغه پلویانو شعارونه ورکول او دغه محاکمه یې 'سیاسي ' بلله. کله چې دغه کسان له محکمې وایستل شول، د ودانۍ بهر یې هم شعارونه ورکول. تر اوسه معلومه نه ده، چې ښاغلی بشیر به د واکمنۍ پر مهال د بشري حقونو د سرغړاویو په تور هم محاکمه کېږي او که نه. د محکمې له پرېکړې وروسته یوه مخکښ مدافع وکیل احمد ابراهیم اي ایف پي خبري اژانس ته ویل، دوی به د پرېکړې خلاف استناف غوښتنه وکړي. قاضي د پرېکړې پر مهال وویل، د سودان قانون له مخې تر ۷۰ کاله د پورته عمر کسان زندان ته نه شي استول کېدای او عمر البشیر ۷۵ کلن دی. پر ښاغلي بشیر په ۱۹۸۹ کال کې واک ته د رسېدو پر مهال د کودتا، ډله ییزې وژنې او له واکه د ګوښه کېدو پر مهال د احتجاجیانو وژلو تورونه هم لګېدلي دي. د سودان په محکمه کې د ښاغلي بشیر محاکمې هېڅ یوه قضیه له هغو قضیو سره تړاو نه لري چې د جرمونو مخنیوي نړیوالې محکمې کې د هغه پخلاف ثتب شوې دي. په هغو قضیو کې د ډله ییزې وژنې، د بشریت خلاف جنګي جرمونو قضیې شته چې په ۲۰۰۳ کال د دارفور شخړې په تړاو دي.