
روهي( نۍ/۲۳ د لیندۍ)، د فنلنډ یوې وزیرې په انسټاګرام کې د خپلې هغې تبصرې په اړه بښنه غوښتې چې له لوستونکو یې پوښتلي و، ایا ماشومان په سوریه کې د داعش اړوند کسانو له پنډغالو نه له خپلو میندو سره راستانه شي؟ په دې نظر پوښتنه کې له خلکو غوښتل شوي "یوازې ماشومان" یا "ماشومان او میندې" چې پراخ غبرګونونه هم پرې ښودل شوي. کلنه کولموني وايي:"غوښتل مې په خواله رسنیو کې پردې پېچلې او ګرانې مسئلې خبرې وکړم. زه بریالۍ نه شوم او بښنه غواړم." نوموړې د ښځو په مشرۍ په نوي ایتلافي حکومت کې چې روانه اونۍ واک ته ورسېده، د مرکزي ګوند مشري کوي. د فنلنډ د بهرنیو چارو وزیرې پیکا هاویسټو ويلي، ماشومان د دوی له میندو پرته بېرته نه شو ستنولی؛ ځکه پنډغالي د سوریايي کردانو په لاس کې دي. د فنلنډ د مالیې نوې وزیرې کټري کولموني په خپل ټویټ کې ویلي: "زه له ټولپوښتنې بښنه غواړم". او نوموړې خپله دا تبصره لېرې کړې ده.