
روهي (جمعه/۲۲ د لېندۍ)، د پاکستان په بلوڅستان ايالت کې د دوه ګاډو د ټکر له امله ۱۵ کسان وژل شوي دي. پېښه نن د بلوڅستان ايالت په قلعه سیف الله سيمه کې شوې ده.
وژل شوي کسان په مسافر وړونکي بس کې سپاره. دغه بس له يو تيل وړونکي ټانکر سره ټکر کړی دی. د وژل شوي ترمنځ ښځې او ماشومان هم شامل دي.
د چارواکو په وينا چې يوازې يو کس له بس ټوپ وهلی او ژوندی پاتې شوی او پاتې نور ټول په کې وژل شوی دی.