
روهي (جمعه/۲۲ د لېندۍ)، د انګلستان محافظه کار ګوند د دغه هېواد پارلماني ټاکنې ګټلې دي او په پارلمان کې يې اکثريت څوکۍ تر لاسه کړې. د محافظ کار ګوند نوماند بوریس جانسن به نوی حکومت جوړ کړي.
د بريتانيا محافظه کار ګوند له ډېر وخت راهيسې په انګلستان کې واک ته نه وو رسېدلی. لومړی وزير بوریس جانسن د انګلستان له ملکې سره د نوي حکومت په اړه ناسته تر سره کړي.
د جانسن سيال نوماند د کارگر ګوند مشر جرمي کوربین وو. نوموړي د ټاکنو پايلو په اړه ناهيلې ښوودلې ده د متحدو ايالتو ولسمشر ټرمپ د جانسن د بريا هر کلی کړی او مبارکي يې ورکړې دهږ