د ولسمشر غني و آغلې نورستانۍ پاموړ:  نړۍ مو له ځان پورې وخندوله!

د مسعود و رباني بيه د بني اسرائيلو له غوا هم موږ ته ګرانه و درنه پرېوته
 
جهاد مو د همدې لپاره کړی وو چې نن خپله ماته نه شو زغملی. ايا منحيث يو مسلمان وافغان به نړۍ ولس خو پرېږه چې خپل ضمير ته به څه ځواب وايو؟



د افغانستان د ټاکنو پايله (نتېجه)
هېواد
د ټاکنو ورځ
پايله (نتېجه)
ولسمشر/لومړی وزير
افغانستان
د سيپتېمبر ۲۸
لا معلومه (روښانه) نه ده
؟؟؟
سريلېنکا
نومبر ۱۶
د نومبر ۱۷
ګوتابيا راجاپاکسا
رومانيا
نومبر ۲۴
نومبر ۲۴
کلاوس ايوهانس
تونس
اکتوبر ۱۳
اکتوبر ۲۳
قيس سعيد
ارجنټاين
اکتوبر ۲۷
اکتوبر ۲۷
البرټو فرنانډيز
انګليستان
ديسېمبر ۱۲
ډيسېمبر ۱۳
بوريس جانسن
 
اغليو،
تاسې ته پته ده چې زموږ له ټاکنو نه وروسته په نوره نړۍ کې هم ټاکنې وشوې، خو پايله يې خپلو ولسونو او نړۍ ته پر هماغه ورځ، يا يوه ورځ وروسته او يا لس ورځې وروسته په ډاګه شوه. ولسشمران يې معلوم او خپل کار ته يې دوام ورکړ. زموږ ولسمشر خو ډېرو ته د ټاکنو د برياليتوب مبارکي هم ورکړه، خو خپله راتلونکې يې لا تراوسه روښانه نه ده.
 
له بده مرغه د هجرت (کډوالۍ) له چاپيريال اوله جهادي ارزښتونو موږ ته داسې څه په ميراث پاتې شول چې نن يې ساری په نړۍ کې نه ليدل کيږي.
 
تر ټولو بده، هېښوونکې او شرموونکې لا دا ده چې آغلې نورستانۍ کله ناکله د خولې تش کارتوس والوځوي چې موږ د چا تر فشار لاندې نه راځو، خو له بل لورې بيا ګورو چې نه د ټاکنو مرکزونه خلاصولی او نه يې پايله (نتېجه) اعلانولی شي. زما پوښتنه له نوموړې دا ده چې دی فشار څه ډول توجيه او تعريفوي؟
 
زه پوره باور لرم که آغلې نورستانۍ د دوه ميليونو پرځای يو ټريليون ډالر، پونډونه، يورو يا افغانۍ چا په لاس يا واک کې ورکړی وای، نو له سيپتېمبر راهيسې به لږ تر لږه لس ځله شمېرلی وای او جعلي نوټونه به يې هم سملاسي پېژندلی او جلا کړی وای، خو زموږ نورستانۍ تراوسه په دې نه ده توانېدلې چې پاکې وناپاکې سره جلا او يا هغه نورې په مرکزونو کې نه شي تر لاسه کولای، نو آغلې نورستانۍ به خدای ورسول خو څه کوې چې خپل ضمير ته څه ځواب لري؟
 
ولس به له وحشي طالبه څه ګيله وکړي چې زموږ يو فېشني نازولی ګلمرجان، نبيل، ضياء او حکمتيار تر دې کچې سرزوري کوي؟ دا د ډېره دردوونکې ده چې يو سړي له تفسير ليکنې سره سره له سلو زيات اثار ليکلي وي، خو نن يې سرتنبه ګي تر دې کچې رسېدلې چې لا د مؤقت حکومت وړانديزونه هم کوي.
 
د ټاکنو پايلې: افغانستان د نړۍ په پرتله https://www.pashtovoa.com/a/5194210.html
امريکايي سناتور: که پاکستان د طالبانو خوندي جنت نه وي، جګړه به څو اوونۍ وخت ونيسي
http://www.taand.com/archives/140700
خليلزاد؛ قطر کې يې د سولې خبرې وځنډولې او اوس اسلام اباد ته تللی https://rohi.af/fullstory.php?id=81826
طالبان: د سولې خبرې زموږ په غوښتنه ځنډول شوې https://www.bbc.com/pashto/afghanistan-50767814
خليلزاد دوحه کې د سولې خبرو تر ځنډېدو وروسته پاکستان ته تللی https://www.pashtovoa.com/a/khlalzad-trip-to-pakistan-/5204481.html