
له چینار څخه ورو ورو پاڼې را لوېدلې، ژېړې هم نه وې لا تر اوسه یې شین رنګ ساتلی وو، لوېدو ته چمتو نه وې او باد هم دومره ځواکمن نه وو چې له ښاخونو او تنو یې رابېلې کړي . خبره مو د موسمونو کوله چې ننداره یې زموږ په سترګو او خاطراتو کې د بېلا بېلو سیمو د لیدنې او چکر غوندې نه هېرېدونکې برخه پاتې کیږي چې په ټوله کې دغه یو کلن مزل د پسرلي ، اوړي ، مني او ژمي تر سرلیکونو لاندې برخو ویشلی شو.
الف – پسرلی : په لنډه وینا دا د ژوند پیل دی ؛ ځګه چې په راتلو یې د ژوندانه بېلابېل رنګونه لکه زرغونېدل،خوځېدل، نڅېدل،چغېدل، الوتل، غوړېدل او نور لکه نوی ماشوم چې په لوبو او بېلابېلو غږیزو څپو راځي ورته ښایست ورکوي ، لمر هم خوشحاله وي؛ د هر چا سره نرم مزاج کوي ، د همدې رنګینې منظومې د لیدو د خوښۍ په پار زیات وخت په ورشوګانو کې تیروي چې برکت یې په ورځ کې لویږي او ولسونه همدا حقیقت په دې متل کې را نغاړي چې وایي ((په غبرګولي کې مې مزدور مه کړې او په لیندۍ کې مې رنځور مه کړې .))
ب- اوړی : کله چې لمر ته وهلې لار ور په یاد شي ؛ نو پخپلو راغلیو پلونو ور وګرځي، د ښکلا ګانو لیدو ته زیات نه تم کیږي ، د هرڅه له منځه خپله لار باسي، چې له دې لوري د ونې په پاڼو راغلې وي ، ښاخونو پرې پوښلي وي چې له واریه په کې د یوې هیلې انځور ښکاریږي او طبیعت په دې وخت کې د ښه راغلاست د ګلونو په ځای ر روان مېلمه ته د خپلې ثمرې یوه برخه ډالۍ کوي او د چاپېریال شته برخوال هم پدې ډول لمانځلو کې برخه اخلي.
ج-مني : دا وخت چې د لمر په وړانګو کې د مخکې په څېر ځواک پاتې نه وي ، په لنډه لار تلل غواړي ، نو دا اغیزې تر هر څه په پاڼو کې ښې ښکاریږي؛ چې په لومړیو کې خپله بڼه د دې لپاره چې څوک پرې پوه نشي له نکریزو کار اخلي، دا هم ډېر ځای نه نیسي ډېر ژر له رنګه ژیړیږي او د یوه پراخه مزله لور نیسي او د تیارو بهیر ګړندی روان وي.
د -ژمی ـ دا وخت په هرڅه سپین رنګ غوړېدلی وي ، بوټي او ونې هم درته په سپین رنګ کې ګلونه ډالۍ کوي ، تر ډېره ستوري په کې اوږد مزل کوي.لمر هم غواړي چې دوی ته د خوځښت زیاته موکه په لاس ورکړي ، دوی د مزله پلونه هم پراخه او پلنې وریځې پوښي چې د چا بد نظر پرې ونه لګیږي ، د ا هر څه د دې لامل کیږي چې د ساه کښانو ژوند ته یو څه ارام ورکړي او د پسرلي په بیا راتک سره په خپلو چارو لګیا شي.
هو پوښتنه دا ده : که چېرته موسمونه نه بدلېدای ؛ انساني ژوند به یې اغیزې څه وې؟
د پورته پوښتنې د ځوابونې په موخه تجربو ښودلې ده ؛ چې انسانان په یو ډول شرایط کې د ستړیا او نا ارامی احساس کوي او د رواني روغتیا له اړخه ناروغان کیږي ، هیلې او امیدونه یې کمیږي ، برسېره پر دې چې د موسم بدلون انساني ژوند ته ارامتیا وربښي ، له بله اړخه دا یو ځواک دی چې انساني ژوند په خوځښت او نوښت روالي او دا هم یوه الهي ډالۍ ده باید پرې شکر کذاره واوسو.