آپل کمپنۍ د ۶۵ زره ډالرو په ارزښت کمپيوټر بازار ته وړاندې کړ


روهي (جمعه/۲۲ د لېندۍ)، آپل د ټېکنالوژۍ کمپنۍ خپل تر ټولو ځواکمن کمپيوټر چې بيه يې ۶۵ زره امريکايي ډالر ده، خرڅلاو ته وړاندې کړ. دغه کمپيوټر د ګرافیک ډیزاین، ویډیو ایډېټ او انجینري پروګرامونو او کارونو لپاره جوړ شوی دی.

دغه کمپيوټر ميک پرو نوميږي چې د ټيټ ډول بيه يې تر شپږ زره امريکايي ډالر ده. د ورکړل شوي مالوماتو پر بنسټ دغه کمپيوټر ۸ غبرګ پروسیسر، ۳۲ ګیګا بایټ رېم، ۸ جي بي ګرافیک کارډ، ۲۵۶ ګیګا بایټ د غږ کیفیت میموري، فریم، لیکدړه یا کیبورډ او موس لري.

د يادونې ده چې دغه کمپيوټر سکرين يا ښېښه نه لري او اړتيا ده چې سکرين ورته په جدا ډول واخېستل شي چې د سکرين بيه يې هم زرګونه امريکايي ډالر ده.