په پاکستان کې مذهب ته د سپکاوي په تور به د پوهنتون استاد محکمه شي

روهي(پنځه نۍ/۲۱ د لیندۍ)، مذهب ته د سپکاوي په تور د نیول شوي پوهنتوني استاد قضیې اورېدل، بیا د پاکستان ملتان کې پیل شوي دي. جنید حفیظ له ۲۰۱۳ کال راهیسې پر خواله رسنۍ د اسلام پیغمبر ته د سپکوونکو مطالبو د خپرولو په تور بندي دی. اسلام پیغمبر ته د سپکاوي په قضیه کې به د جنید حفیظ پرضد اووه کاله وروسته یو ځل بیا دلایل اورېدل کېږي چې تر اورېدلو وروسته به یې قاضي د ښاغلي حفیظ په حق کې یا یې پرضد پرېکړه کوي. په ۲۰۱۴ کال کې وسله والو کسانو د جنید حفیظ وکیل راشد رحمان په خپل دفتر کې په دې خاطر وواژه چې ولې د ښاغلي حفیظ دفاع کوي. له هغه وروسته د جنید حفیظ یو بل وکیل شهباز ګورماني ځکه له دې قضیې لاس په سر شو چې ویل یې ګواښونه ورته کېږي. اوس د هغه وکالت یو دریم وکیل اسد جمال کوي. د جنید حفیظ په محاکمه کې تراوسه شپږ تنه قاضیان هم بدل شوي دي. ډېر ځله هغه کسان په پاکستان کې وژل کېږي چې مذهب ته په سپکاوي تورن شي. له ۱۹۹۰ کال راپدیخوا تراوسه پنځوس کسان په پاکستان کې مذهب ته د سپکاوي په تور وژل شوي چې وروستې پېښه یې په خېبرپښتونخوا کې د عبدالولي خان په پوهنتون کې د نورو محصلینو له خوا د مشال خان د وژلو وه. مذهب ته سپکاوي په پاکستان کې هغه جرم دی چې پرې د تورنو کسانو له وکالت نه اکثراً وکیلان ډډه کوي. نیوکه کوونکي وايي په پاکستان کې مذهب ته د سپکاوي ضد قانون نه تر ډېره د شخصي ګټو او غچ اخیستلو لپاره کار اخیستل کېږي او له مخې یې ډېر ځله بي ګناه کسان مذهب ته په سپکاوي تورن شي.