
روهي(پنځه نۍ/۲۱ د لیندۍ)، رشا الخمیس د سعودي عربستان د سوکوهنې لومړنۍ رسمي روزونکې ده او په ۲۰۱۳ کې هغه مهال چې د امریکا په کلیفورنیا کې محصله وه، د سوکوهنې لوبه یې پیل کړې وه دا وايي، په لومړي سر کې یې له سوکوهنې او سوکروزنې سره مخالفت وښودل شو، خو وايي دې د خپل خوب رښتیا کېدو ته ډېرې هلې ځلې وکړې او د سوکوهنې ډګر کې یې پرله پسې بریاوې درلودې. رشا الخمیس وايي، اوس په سوکروزنه کې له مخالفتونو او ستونزو سره نه مخامخېږي. دا وايي، په ۲۰۱۸ کال سعودي کې ښځو ته د موټر چلولو په اجازې ورکول کېدو له ښځو سره عمومي چلن بدل شوی دی. دغه سعودي سوکروزونکې وايي، په سعودي عربستان کې د انټوني جوشوا او انډي رویز سیالۍ ته د وتلو پرمهال دې پخپله موټر چلاوه. دې په وینا، ټینګ باور لري چې په راتلونکې یوه لسیزه کې به سوکوهنه په سعودي کې د فوټبال او باسکټبال ترڅنګ مشهوره لوبه وي او موږ به د اسیا او نړۍ په کچه مډالونه ولرو. هغې په خبره، د سعودي د شته باورونو پر خلاف نه یوازې دا چې پر وړاندې یې خنډونه نه دي جوړ شوي، بلکې پرمختګ ته یې هم لاره هواره شوې ده. رشا الخمیس په سعودي عربستان کې لومړنۍ رسمي ښځینه سوکروزونکې ده.