
روهي(پنځه نۍ/۲۱ د لیندۍ)، د پاکستان لاهور ښار په یوه روغتون کې له هغه وروسته درې ناروغان مړه شوي، چې سلګونو مدافع وکیلانو له داکټرانو سره له جنجال وروسته پر دغه روغتون یرغل وکړ. د روغتون ډاکټرانو په خبره څو ورځې وړاندې د یوه وکیل او ډاکټرانو ترمنځ په یاد روغتون کې شخړه شوې وه، چې بیا د روغتون ډاکټرانو د هغه وکیل پرضد پولیسو ته عریضه کړې وه. ولیسو د پېښې ځای ته له رسېدو وروسته اوښکې بهوونکی ګاز کاروولی او چارواکي وايي، له دوو دریو ساعتونو وروسته نظم رامنځته شو او پولیسو نژدې یو شمېر کسان نیولي دي. د پنجشنبې پر ورځ پولیسو ۴۶ نیول شوي وکیلان محکمې ته وړاندې کړل او محکمې یې د نورو پوښتنو ګروېږنو لپاره زندان ته د لېږلو امر وکړ. رپوټونو کې ویل شوي، وکیلانو د پنجاب ایالت د اطلاعاتو وزیر فیاض الحسن چوهان هم وهلی ډبولی دی او لومړي وزیر عمران خان د دې پېښې په هکله له اړونده چارواکو د رپوټ غوښتنه کړې ده. په ویډیويي کلیپونو کې لیدل کېږي چې قهریدلي وکیلان د زړه ناروغیو درملنې دغه روغتون په دهلیزونو کې ګرځي کارکوونکي وهي ډبوي او تجهیزات یوه بل لور ته غورځوي.