
روهي(پنځه نۍ/۲۱ د لیندۍ)، د پښتونخوا په لکي مروت ولسوالۍ کې د پنجشنبې په ماښام نامالومه وسلوال نامتو شاعر افګار بخاري کور ته ورغلي او هغه یې پخپل کور کې دننه وژلی دی.د نوموړي نورې سندرې، غزلې، ټپې او چار بیتي هم نورو پښتنو سندرغاړو ویلې چې له کبله یې افګار بخاري په پښتنو کې خورا مشور شوی و. د افګار جنازه وشوله دلبره ته لا هغسې اودس کوې لګیا یې افګار بخاري خپل نوم سید ظهور عباس شاه و او د افګار په نوم به خلکو پېژاند، د ده تر اوسه کتاب نه دی چاپ شوی، خو په مشهوره سندرو کې یې شعرونه ویل شوي: لا مې چې زړګي ته را نږدې نه وی لا مو چې تر منځه فاصلې نه وی دا او دې ته ورته نور شعرونه د افګار بخاري د ګوتو لیکل شوي شعرونه دي چې لر او بر پښتانه یې خوښوي. خواله رسنیو کې د نوموړي له عکس سره د نوموړي شعرونه هم شریک شوي دي.د نوموړي په وژنه خواله رسنیو کې ډېر غبرګون ښودل شوی او پر حکومت غږ شوی چې وژونکي یې مالوم او محاکمه کړي. د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر منظور پښتین هم خپل فیسبوک کې لیکلي: "تر څو چې د پښتونخواه په خاوره امن نه وي راغلی تر هغه با دا غمونه وي او دا ریاست لا خوا انصاف خو هسې هم دا پښتنو لپاره نشته ".لا هم روښانه شوې نه ده چې افګار بخاري چا او ولې وژلی، خو پولیسو له دغې پېښې وروسته پلټنې پيل کړې دي.