په بریتانیا کې نن د شپې تر لسو بجو د پارلماني تاکنو رایه اچونه کیږي

روهي(پنځه نۍ/۲۱ د لیندۍ)، په برتانیا کې نن په پارلماني ټاکنو کې رایې اچوي. دا په نژدې پنځو کلونو کې درېیم ځل دی چې په برتانیا کې ټولټاکنې ترسره کیږي،د شپې په لسو بجو د رایې اچونې د مرکزونو له تړل کېدو سره به د رایو شمېرل پیل شي او تمه ده چې سبا د جمعې ورځې په لومړیو کې تر ډېره بریده د ټاکنو پایلې څرګندې شي.په برتانیا کې په دودیز ډوله په هرو څلورو کلونو کې ټولټاکنې ترسره کېږي، خو په تېر اکتوبر میاشت کې د برتانیا د پارلمان غړو رایه ورکړه چې ټاکنې دې له وخت نه مخکې وشي. په دې ټاکنو کې د پارلمان ۶۵۰ څوکیو لپاره سیالي کېږي، هر کاندید چې په خپله انتخاباتي محله کې ډېرې رایې خپلې کړې هغه به ګټونکی وي. رایې اچوونکي د رایو کارتونو ته اړتیا نه لري، خو په خپلو سیمو کې د رایې اچونې مرکزونو کې باید خپل نوم او د کور ادرس ورکړي چې د رایې اچولو پاڼه ورکړل شي. له رایې اچونې نه مخکې د ټاکنو څارونکو ډلو رایې اچوونکو ته یادونه کړې وه چې د رایې اچونې پرمهال سلفي تصویرونه نه شي اخیستی که داسې کوي نو دا به له قانونه سرغړونه وي. په ورته وخت کې د هوا پېژندنې ادارې ویلي چې نن پنجشنبه به د برتانیا په ډېرو برخو کې هوا باراني وي.