افغان - سيکان د هند حکومت هغه پرېکړه ستايي چې دوی ته به تابيعت ورکړي

روهي (پنځه نۍ/۲۱ د لېندۍ)، افغان - سيک او هندوان د هندوستان د هغه پرېکړې هرکلی کوي چې د افغانستان په شمول پاکستان، بنګلادېش او يو شمېر نورو هېوادونو کې به اقليت سيکان، هندوان او عيسويانو ته د هند تابيعتونه ورکړي.

افغان سيکان وايي چې که چېرې دوی ته هند تابيعتونه ورکړي نو دوی به هلته د افغانانو په نوم ياديږي.

د هندوستان کابينې دغه لايحه تصويب کړې ده خو تر اوسه پارلمان ته نه ده استول شوې. دغه پرېکړې يو شمېر غبرګونونه هم راپورته کړي دي. مسلمانان او يو شمېر هندي مسلمانان وايي چې دا ډول لايحې د مسلمانانو پر وړاندې تعبيض دی.