
روهي(څلورنۍ/۲۰ د لیندۍ)، په پاکستان کې یوې محکمې د لشکر طیبه ډلې بنسټګر حافظ سعید او ورسره څلور نور ملګري رسمآ د ترهګریزو فعالیتونو په تمویل تورن کړ.واشنګټن او نوی ډیلي حافظ سعید د مطلوبو کسانو په لست کې شامل کړی دی، دی تورن دی چې په ۲۰۰۸کال کې یې په ممبۍ کې په برید کې لاس لري چې ۱۶۶ کسان په کې ووژل شول. د لاهور په ښار کې په محکمې قاضي د هغه پر ضد دوسیه ولوستله او هغه یې رسمآ د ترهګریزو فعالیتونو تمویلوونکی یاد کړ، خو حافظ سعید او څلورو نورو ملګرو یې دا خبره رد کړه.حافظ سعید تر دې مخکې هم نیول شو و خو دا لمړی ځل دی چې رسمآ تورن کیږي. پر پاکستان نړیوال فشارونه او د هند تند غبرګونونو له کبله په پاکستان کې د حافظ سعید فعالیتونه محدود شوي دي. د پاکستان حکومت همدغه راز د جماعت الدعوه د روغتونونو او مدرسو مسولیت هم اخیستی دی.جماعت الدعوه لا رسمآ د محکمې په اړه څه نه دي ویلي. هغه تر نیول کېدو مخکې امریکا اعلان کړی و که هر چا داسې معلومات ورکړل چې د حافظ سعید نیول کېدو ته لار پرانیزي ، ۱۰ میلیون ډالر جایزه لري.