
روهي(څلورنۍ/۲۰ د لیندۍ)، د امریکا جارجیا ایالت په ایټلانټا ښار کې سږ کال د ښکلا ملکې نوم د سوېلي افریقا زوزي بیني ټنزي ته ور کړل شو. نوموړې د سوېلي افریقا دریمه مېرمن ده چې د ښکلا ملکې تاج ور په سر کېږي. له تاج په سرولو وروسته هغې د نسلي امتیاز او تعصب په هکله خبرې وکړې او ویې ویل، داسې نړۍ کې لویه شوې چې د دې په څېر، رنګ، د دې په څېر وېښتان او د دې په څېر پوټکي لرونکې نجونې ښکلې نه بلل کېږي. اوس د دې وخت دی چې دا شیان ختم شي، زه غواړم چې ماشومان ما وویني، زما مخ وګوري، هغه کې خپل انځور وګوري مور پلار یې د زکړو برخه کې کار کوي. دوه خوندې لري چې دا پکې منځوۍ ده.نوموړې خپله د ټولنیزې فعالې په توګه د جنسي تېریو خلاف بوخته ده.