د ګرینلنډ د یخ ویلي کېدو چټکتیا اووه ځله ډېر شوی

روهي(څلورنۍ/۲۰ د لیندۍ)، د قطبي علومو د متخصصانو نړیواله ډله وايي، د ۲۶ کلونو سپوږمکۍ مشاهدو له ارزولو دې پایلې ته رسېدلي چې ګرینلنډ کې د یخ ویلې کېدل چټک یا د ۱۹۹۰ کلونو اوه ځله ډېر شوي دي.په دې سره به میلیونونه کسان چې د سمندرغاړې سره اوسېږي د سېلاب له خطر سره مخ شي. اټکل کېږي چې دا مهال نژدې یو میلیارد کسان د جزر مقابل کې د خورا لوړ مد په نسبت لس متره کمه ارتفاع کې ژوند کوي. ګرینلنډ تودوخه دې وروستۍ لسیزه کې ۰،۷۵ سانتیګراد درجې پورته شوې ده. د دې ډلې ارزونې ښيي چې د مطالعې پر مهال ۳،۸ تریلیون ټن یخ اوبه شوی، چې د سمندرګیو د ټولې سطحې د ۱۰،۶ میلي مترو د زیاتوالي سره برابر دی. دې ډلې د یخ د ویلي کېدو چټکېدل هم مشاهده کړي دي. لیډز پوهنتون پوهاند اندي شپرډ وايي، ساده فورمول دا دی چې د سیارې شاوخوا، چې هر یو سانتي متر اوبه لوړېږي شپږ میلیونه کسان د سیلاب خطر سره مخ کېږي. اوس چې د اوبو کچې د یو متر لوړېدو خبره کېږي، نو بې اغېزې نه ده. نوموړي د ایمبي څېړونکو له ډلې دی چې د ۵۰ نړیوالو ادارو د قطبي علومو له ۸۹ پوهانو جوړ کنسرسیوم دی. دې ډلې له ۱۹۹۲ تر ۲۰۱۸ کال د ۱۱ سپوږمکیزو ماموریتونو مالومات بیا شنلي دي. دا سپوږمکۍ د ګرېنلنډ د یخ پنډوالی، ځای، د ټوټو ویلې کېدل اندازه کوي.دوی وايي، د دې یخ ویلې کېدل سمندرګیو کې د اوبو کچې ډېرېدلو سبب کېږي او اوس دا داسې مسله ده چې پخوا ورته بده ګڼل کېده. دا په دې مانا ده چې د پېړۍ تر پایه به د سمندرګیو اوبه یوازې د یخ ویلې کېدو له امله په دې سیمه کې ۷ سانتي متره لوړې شي.