انګ سانسوچې د خپل هیواد پر ضد دوسیه ناسمه بولي

روهي(څلورنۍ/۲۰ د لیندۍ)، انګ سانسوچي د عدالت په نړیواله محکمه کې د ټولوژنې د ادعاوو په اړه د خپل هېواد دفاع کوي. نوموړې په محکمه کې په خپلې پرانستوونکې وینا کې د میانمار پرضد دا دوسیه ''ناسمه او نابشپړه'' وبلله. هغې وویل په راکاين ایالت کې چې روهېنګیایان په کې اوسېږي د ستونزو مخینه څو پیړیو پخوا ته ورګرځي.هغې محکمې ته وویل تاوتریخوالی د هغو اورپکو له خوا پیل شوی و چې خپلواکي غواړي. د اغلې سانسوچي په وینا که د میانمار پوځ جنګي جرمونه کړې وي ''نو محاکمه به شي ''.د میانمار پرضد اوسنۍ دوسیه په لوېدیځه افریقا کې د کوچني مسلمان هېواد ګمبیا له خوا د ګڼو نورو مسلمانو هېوادونو په استازیتوب ثبت شوې ده. د میانمار ملکي مشرې انګ سانسوچي زیاته کړه چې هېواد یې د هغو کسانو بېرته ستنېدو ته چمتو دی چې له راکاین ایالت نه بنګله دېش ته تللي دي. په ۲۰۱۷ کال کې چې کله د میانمار پوځ په راکاین ایالت کې د روهېنګیایانو پرضد پوځي عملیات وکړل، زرګونه تنه روهنګیا مسلمانان ووژل شول او له ۷۰۰ زرو ډېر ګاونډي هېواد بنګله دېش ته وتښتېدل.