اسټراليا کې (ځان وژنه) قانوني شوه

روهي (څلورنۍ/۲۰ د لېندۍ)، د اسټراليا پارلمان په سويلي اسټراليا کې په قانوني ډول د ځان وژنې قانون تصويب کړ. دغه قانون د هغه خلکو لپاره دی، چې له ناروغۍ کړيږي او په دواطلب ډول ځان وژنه کوي.

دغه قانون له دې وړاندې د اسټراليا په ويکتوريا ايالت کې مجوز شوی وو. د دغه قانون له لارې هغه ناروغان چې د سرطان په ډول له سختو نارغيو کړيږي کولی شي ځان په خپله ووژني.

قانون په دې ډول دی چې ناروغ به تر ۱۸ مياشتو درملنه کيږي خو بيا يې هم د د نارغوۍ درملنه ونه شوه، نو کولی شي خان وژنه وکړي.