د سټنډرډ ملي ادارې د غالیو لابراتوار پرانیست

روهي (څلورنۍ/۲۰ د لېندۍ)، د سټنډرډ ملي ادارې (انسا) د غالیو د ازمېیښت لابراتوار پرانیست. د یاد لابراتوار په پرانیست غونډه کې د دغې ادارې لوی رییس ډاکټر محمد موسی عَلَمي و ویل چې د غالیو د لا معیاري کولو او هغو ته د غوره بازار موندلو په هدف یې د غالیو د ازمېیښت لابراتوار پرانیست.

د عَلَمي په خبره دغه لابراتوار د غالیو په صادراتو کې زیاته مرسته کولی شي او په نړیوال بازار کې د افغاني غالیو ارزښت ټاکلی شي. هغه زیاته کړه، یاد لابرتوار له دې وروسته د غالیو، تارونو او نساجي په برخه کې شاوخوا (۲۲) ډوله ازمېیښتونه کوي چې خپل خدمتونه به پیل کړي.
عَلمي وویل چې انسا ادارې د غالیو لپاره (۱۴) ځانګړي سټنډرډونه تدوین کړي دي چې د دغه لابراتوار په مرسته به پلي کېږي.

دغه پروژه چې اپلایدټیک شرکت یې د انسټالېشن او ټریننګ فعالیتونه په غاړه درلودل، د (۱۴،۸) میلیونه افغانیو په ارزښت پلې شوه.