په میانمار کې د مسلمانانو د نسل وژنې تورونو څېړل پیل شوه

روهي(درې نۍ/۱۹ د لیندۍ)، په هالند کې د عدالت نړیوالې محکمې په میانمار کې د مسلمانانو د "نسل وژنې" په اړه د تورونو څیړل پیل کړل. د میانمار د دولت مشره آنگ سان سوچی، د خپل هیواد د پوځ د کړنو د دفاع لپاره پخپله دغه محکمې ته تللې ده.د ملگرو ملتونو د حقیقت موندنې د کمیسیون رئیس د اکتوبر په میاشت کې خبرداری ورکړ چې په میانمار کې د "نسل وژنې د رامنځ ته کیدو د جدي خطر" تصور کیدای شي.د گامبیا د عدلیې وزیر چې د اسلامي همکاریو د سازمان په استازیتوب یې د روهینگیایي مسلمانانو په وړاندې د میانمار د دولت د چلند په هکله شکایت په دغه نړیواله محکمه کې ثبت کړی، په لومړنۍ غونډه کې وویل په میانمار کې د مسلمانو په وړاندې چلند باید په رسمي توگه "نسل وژنه" وپیژندل شي او د میانمار د دولت او پوځ په وړاندې باید اقدام وشي. د گامبیا د عدلیې وزیر ابوبکر تمبادو، وویل: "دا زمونږ نسل ته واقعا د خپگان وړ ده ... بله نسل وژنه پداسې حال کې زمونږ د سترگو په وړاندې د پیښیدو په حال کې ده چې مونږ یې د درولو په اړه هیڅ اقدام نه کوو".