
روهي(درې نۍ/۱۹ د لیندۍ)، پاکستان بلوچستان صوبه کې یوه روغتیاپاله د یوه نوزېږ د غلا کولو په تور ونیول شوه.پولیس وايي، عبدالحمید د جمیله بي بي په نوم دا مور د چارشنبې په ورځ لورلايي روغتون ته وړې وه. کله چې جمیله ماشوم زېږوي، نو کورنۍ ته یې وړه لور ور کول کېږي او ورته ویل کېږي مور ښه کېږي، کور ته یې یوسئ. خو جمیله د دوو ورځو لپاره بې هوشه وه، دغه مهال یې کور ته ور سره وړی ماشوم هم مري.ویل کېږي دې روغتیاپالې روغتون کې تر زېږېدو لږ وروسته ماشومه غلا کړې وه، خو کورنۍ لومړیو کې نه پوهېده چې مور غبرګونې مېندواره ده. د دې روغتیاپالې ترور شنډه ده او نوموړې روغتون کې یوه نوزېږې ور ته غلا کړې وه.چارواکي د دې پېښې لامل د چلنلار نشتوالی بولي، لکه د نوي ماشوم نه په نښه کول او وتلار (د وتلو لار) کې امنیتي تدابیر نه لرل. د بلوچستان مرکز کوټه کې د بولان طبي کمپلېکس د مور ماشوم برخې یوه مخکښه غړې دا پېښه بې مخینې او اندېښمنوونکې بولي.