
روهي(درې نۍ/۱۹ د لیندۍ)، چیک جمهوریت کې یوه وسله وال سړي د روغتون په انتظار خونه کې له ځان وژنې مخکې شپږ کسان په ډزرو وژلي دی. پېښه د ختیځ اوستراوا ښار په روغتون کې له ځايي وخت سره سم ګهیځ نژدې اووه بجې شوې. په روغتون کې دننه یوه ډاکټر اکتوالني نومې وېبپاڼې ته ویلي، له پېښې وروسته د روغتون دروازې وتړل شوې او ټول کارکوونکي د پېښې تر پایه په یوه دهلیز کې ایسار پاتي وو.لومړي وزیر اندریج بابیس پېښه تایید کړې او په وینا یې پر وژل شویو او ټپي شویو کسانو له نژدې واټنه ډزې شوې دي. د بریدګر دفتري همکاران وايي، دغه سړی انجینر و او له پېښې مخکې یې د ناروغۍ له کبله رخصت اخیستی و او همدغه روغتون کې یې درمنله کېده. د روغتون مشر جیري هاورلانت چيک ټلویزیون ته وویل، بریدګر له خبرداري پرته ناڅاپه ډزې پیل کړې او نهه کسان یې وویشتل.له پېښې درې ساعته وروسته پولیسو د دغه سړي مړی داسې حال کې له یوه موټره موندلی چې د خپل ټوپک په ډز یې ځان وژلی و. داسې باور کېږي چې دغه سړي د روغتون له ناروغانو یو و، خو د پېښې انګېزه لا هم معلومه نه ده.