
روهي( درې نۍ/۱۹ د لیندۍ )، د روسیې او اکراین ولسمشرانو له ۲۰۱۶ وروسته په لومړي ځل د کمرو مخې ته راښکاره شول. دا لیدنه د فرانسې او جرمني په منګړتوب په پاریس کې وشوه او هدف یې د اکراین په ختیځ کې روانې جګړې ته د حل لارې موندل و.
ولاديمیر پوتین او زلنسکي بې له دې چې یو بل ته لاس ورکړي الیزې ماڼۍ ته دننه شول، خو د کرېملن ویاند ویلي، دوی لا له وړاندې یو بل ته لاسونه ورکړي وو.
د دواړو هیوادونو کړکېچ هغه وخت زیات شو چې، په ۲۰۱۴ کال کې روسیې کریمه ټاپو له خپلې خاورې پورې وتاړه.