۲۰۲۵ز کال کې؛ د اروپا فضايي اجنسي د ۱۳۲ مېلېونه ډالرو په ارزښت (debris collector) فضا ته استوي

اروپا فضايي اجنسي په پام کې لري چې په ۲۰۲۵ز کال کې به فضا ته د ۱۲۸ مېلېونه يورو يا ۱۳۲ مېلېونه امريکايي ډالرو په ارزښت چټلی پاکوونکی روباټ فضا ته ولېږۍ ترڅو له فضايي مدار اضافيي څېرونه او چټلۍ پاکې کړي.

اروپا فضايي اجنسي وايي چې فضايي مدار اوس مهال دومره له خځلو ډک دی، لکه د بحر ټولې کښتۍ چې ويجاړې شي او او ټوټې يې د بحر اوبه په سر واخلي.

په مدار کې د تر سره شوې څېړنو له مخې له تېرو ۶۰ کالونو فضايي مدار په بشپړ ډول چټل شوی دی. د دغه چڼ وروسته به په زرګونه نورې سپوږمکۍ نورې هم په فضايي مدار کې ځای پر ځای شي.