د پاکستان لومړي وزیر ( عمران خان ) د فساد پر ضد اپلېکېشن پرانیستنه وکړه   

روهي( درې نۍ/۱۹ د لیندۍ )، لومړي وزیر عمران خان په پنجاب کې د اداري فساد پروړاندې فعالیت اغیزناک وباله او ویې ویل چې زه د پنجاب د حکومت څخه هیله کوم چ\ې دغه کارونه عام کړي.
 

په اسلام آباد کې د اداري فساد پرضد اپلېکېشن غونډې ته د وینا پر مهال ، لومړي وزیر عمران خان وویل ، "زه د دې ایپ په لاره اچولو خوښ یم ځکه چې دا د پاکستان د یوې عصري ټولنې په جوړولو کې لوی ګام دی".
 
هغه وویل چې د اداري فساد ضد تاسیساتو فعالیت او هغه ترلاسه کړې پیسې خورا اغیزمنې دي.
 

لومړي وزیر وویل: شاوخوا ۱۳۰ ملیارده پاکستانۍ کلدارې د خلکو ځمکې ته بیرته راوړل شوې او پنځه ملیارده روپۍ نغدې مصرف شوې.