
روهي(دوه نۍ/۱۸ د لیندۍ)، د هند پارلمان کې نن د ډیسمبر ۱۲ ترمیمي بېل وړاندې کېږي، چې د ۱۹۵۵ کال د وګړتوب قانون ترمیمېدل غواړي او د بنګله دېش، پاکستان او افغانستان هندوانو، بودایانو، سیکانو، عیسویانو او نورو بې قانونه کډوالو ته د وګړتوب غوښتنه کوي، خو مسلمانان پکې نشته. دې وړاندیزي لایحه یا بېل کې دې بې قانونه کډوالو ته وګړتوب ور کول دي، خو سملاسي سبب یې اسام کې د وګړتوب اوسنۍ مسله ده. که څه هم دا نه دي ویل شوي چې دې نږدې دوو میلیونو کسانو کې څومره هندوان او څومره مسلمان دي، خو د پارلمان د مختلفو غړو له خبرو مالومېږي چې له ۱۲ لکو زیات پکې هندوان دي د اساني حقونو ادارې او شنونکي باوري دي چې دې بېل سره به د مودي حکومت نه یوازې بې قانونه هندو کډوالو ته وګړتوب ور کړي، بلکې خپل هېواد او نړۍ ته به دا پیغام هم ور کي چې هند د ډېری هندو وګړو هېواد دی او دلته د هندو اکثریت ولسواکي ده.