
روهي(دوه نۍ/۱۸ د لیندۍ)، د هانګ کانګ کې ګڼ شمېر کسان لاریون ته وتلي او دا تېرو میاشتو کې د حکومت ضد تر ټولو ستره مظاهرې ده چې وشوه د مظاهرو برابروونکو د یکشنبې په ورځ وویل، دا حکومت ته وروستی چانس دی چې له معترضانو سره د پولیسو د چلن په هکله د خپلواکو پلټنو، د نیول شویو د خوشي کولو او ازادو ټاکنو په ګډون د دوی غوښتنو ته ځواب ووايي. پولیس وایي، له دې لاریون مخکې یې بلوا کې ۲۲ کسان نیولي او یوه توپانچه یې هم ضبط کړې ده. د هانګ کانګ اوسنۍ مظاهرې نږدې شپږ میاشتې مخکې د تېر جون پر ۹ د یوې جنجالي لایحې له امله را پورته شوې چې ور سره چین ته د دې سیمې سپارل پیل شول او اوس دې مظاهرو د حکومت ضد ستر غورځنګ بڼه خپله کړې ده. پولیس وايي، ستره محکمه او استیناف محکمه په نښه شوي او ممکن لاسبم سره د اور ور اچولو هڅه شوې وي. د مظاهرو جوړوونکو دا برید غندلی دی.