د امنیت جنازه

روهي(دوه نۍ/۱۸ د لیندۍ)، ختيځ ښار جلال آباد کې یو شمېر مېرمنو په دې ښار کې د وروستيو امنيتي پېښو په غبرګون کې اعتراض وکړ او د خلکو د ژوند د خوندیتوب غوښتنه یې وکړه. دغه اعتراض کوونکې مېرمنې چې شمېر پنځلسو ته رسيده، د ښار په څلورمه ناحيه کې راټولې وې. دوی په ننګرهار کې د هدفي وژنو، انسان تښتونو او په ځانګړي توګه په ننګرهار کې د يو مرستندويه ټولنې د مشرناکامورا د وژلو پېښه يادوله. د دوی په وینا، که حالت همداسې وي، نه به دا لومړۍ او نه به وروستۍ پېښه شي. دې لاريون والو د امنیت راوستلو کې د کوټلو ګامونو اخيستلو غوښتنې درلودې. ننګرهار امنيه قومندان ايمل نيازي وويل، تېره يوه مياشت يې د تښتونو، وژنو او شوکو په تور نږدې سل تنه نيولي دي. نوموړی وایي، د ناکامورا د وژلو د پېښې په تړاو يې دوه تنه تورن کسان هم د وسلو او مهماتو سره يو ځای نیولي دي.