د نړۍ تر ټولو ځوانه لومړۍ وزیره

روهي(دوه نۍ/۱۸ د لیندۍ)، سنا مرېن په ماشومتوب کې کوچیانی ژوند درلود او له خپلې مور او د هغې له ملګرې سره په یوه کرایي اپارتمان کې اوسېدله. سنا مرېن یوې فېلنډۍ وېبپانې ته په ۲۰۱۵ کال کې ویلي وو چې په ماشومتوب کې یې ګوښه وخت تېراوه، ځکه د خپلې کورنۍ په اړه یې ازادې خبرې نشوې کولی. سنا د سوسیال دیموکرات ګوند په لیکو کې په چټکۍ سره را پورته شوه او ۲۷ کلنۍ کې ښارواله، او بیا په ۲۰۱۵ کال کې د پارلمان غړې شوه. وروسته له هغه چې پخواني لومړي وزیر انټي رینې استعفا وکړه، واکمن سوسیال دیموکرات ګوند ۳۴ کلنه سنا مرېن دې څوکۍ ته غوره کړله.