د هند پارلمان  عيسوي، بودايي او هندو مذهبه ته تابيعت ورکوي خو مسلمانان  ته (نه)

روهي (دوه نۍ/۱۸ د لېندۍ)، د هندوستان پارلمان نن د کډوالو پر قانون کې بحث کوي چې په پايله کې له مسلمانانو پر ته د نورو مذهبونو کډوالو ته وګړيتوب يا تابيعت ورکړل شي.

نوې لايحه کې به د بنګله دېش، پاکستان او افغانستان هندوانو، بودایانو، سیکانو، عیسویانو او نورو بې قانونه کډوالو د وګړتوب غوښتنه حق ورکړل شي، خو مسلمانان پکې نشته.

د هند پارلمان وايي چې دا کار په دې پار کوي چې له مسلمانانو پرته د نورو مذهبونو وګړي په اکثريت مسلمان هېوادونو کې اقليت دي او حقونه يې نه دي ساتل شوي.

د هند حکومت او پارلمان دغه چارې يو شمېر غبرګونونه هم راپورته کړي دي او نيوکه کيږي چې د هند دولت په څرګنده مذهبي توپيرونو او تعصب ته لمن وهي.