روسيه ايران ته ۵ مېلېارده امريکايي ډالر پور ورکوي

روهي (دوه نۍ/۱۸ د لېندۍ)، د ايران حکومت وايي چې روسيه ورته پنځه مېلېارده امريکايي ډالر پور ورکوي او راتلونکی کال به يې حکومت په دولتي پروژو او چارو کې ورڅخه ګټه پورته کړي.

دغه څرګندونې تېره ورځ د ايران ولسمشر حس روحاني د ايران پارلمان ته کړې دي او ويلي دي چې په دې سره به ايران نړۍ ته وښيي چې د بنديزونو سره سره به ايران وکولی شي خپلې چارې سمبال کړي.
 
ولسمشر حسن روحاني ويلي، " حکومت د امریکا د بندیزونو په مقابل کې نور اقدامات هم کوي خو د اوس د پاره مو دا بودیجه دغو بندیزونو ته په پام سره طرحه کړې."
 
ايران د لوېدېځې نړۍ له سياسي او اقتصادي بنديزونو سره مخ دی، چې خلکو يې د حکومت پر وړاندې لاريونونه پيل کړي او کورنی وضعيت يې کړکېچن شوی دی.