امريکا کې د (محمد) نوم په لسو مشهورو نومونو کې راغلی

روهي (يوه نۍ/۱۷ د لېندۍ)، په امريکا کې د نوي زېږدلي ماشومانو د نومونو په لړ کې محمد هغه نارينه نوم دی چې د لسو مشهورو نومونو په کتار کې راغلی دی.

د BabyCenter په نوم وېب پاڼه هر کال هغه نومونه اعلانوي چې په امريکا کې هر کال په نوي زږېدلي ماشومانو تر ټولو ډېر اېښودل شوي وي.

محمد او ورته نور اسلامي نومونه د افغانستان په شمول د نړۍ ډېری مسلمانان يې په خپلو نوي زږېدلي ماشومانو ږدي.