
روهي(یوه نۍ/۱۷ د لیندۍ)، د پاني پت فلم په اړه د یو شمیر افغانانو له غبرگونونو وروسته اوس د هند د راجستان ایالت اوسیدونکو ددغه فلم داستان غندلی او په ضد یې اعتراضونه کړي دي. د "انډیا ټوډې" د رپوټ له مخې د راجستان ایالت اوسیدونکي د پاني پت فلم پر ضد مظاهرې کړي او ویلي یې دي چې پدې فلم کې د "جټ" قوم ناسم انځور نندارې ته وړاندې شوی دی. د پاني پت فلم؛ یو ستر خیانت: د افغان پاچا احمدشاه ابدالي په وړاندې د هند د مرهاټانو ماتې د هند د یو شمیر محلي پاچاهانو خیانت گڼل شوی دی. پدغه فلم کې وروسته له هغه چې د مرهاټه د سرلښکر له لورې د جټ د محلي پاچا سورج مل غوښتنه رد کیږي د ابدالي لښکر پر ضد جگړې نه ډډه کوي چې دغه کار د مراهاټانو د کمزورتیا سبب کیږي. یو شمیر افغانانو چې دغه فلم یې د امریکا په متحده ایالاتو کې کتلې د امریکا غږ سره په خبرو کې ددې فلم داستان یوه "تاریخي پیښه نه بلکه د ساعتیرۍ یوه صحنه" گڼلې ده چې ددې فلم په لیدلو یې "وخت او پیسې" ضایع کړي دي. ددې فلم افغان منتقدین همداشان وایي چې د پاني پت په فلم کې هندیان متمدنه او ارام خلک او برعکس افغانان بد خویه، بې فرهنگه او بې تمدنه انځور شوي دي. د هندي رسنیو د رپوټونو له مخې د پاني پت فلم تر اوسه ندی توانیدلی چې ښه عاید ترلاسه کړي.