
روهي( یوه نۍ/۱۷ د لیندۍ )، هندي رسنۍ وايي چې نن سهار د هند د پلازمینې نوي ډهلي په فیلمیستان سیمه کې په یوه سوداګریز مرکز کې اورلګېدنه رامنځ ته شوې ده.
سرچینې وايي چې په دې پېښه کې ۳۵ کسه وژل شوي او ګڼ نور ټپیان دي. د اور وژنې ډله په ځنډ سیمې ته رسېدلې ده خو د اور د پراختیا مخه یې نیولې ده.
تر اوسه نه ده مالومه چې دغه اورلګېدنه څنګه رامنځ ته شوې خو په اړه یې پلټنې روانې دي. د هندي پولیسو چارواکي وایي چې دوی به وروسته په دې اړه معلومات شریک کړي