د یوه ایراني محصل په خوشې کېدو به چینایی اصله امریکایئ بندی خوشې شي

روهي(نۍ/۱۶ د لیندۍ)، د ایران د بهرنیو چارو وزیر اعلان کړی چې چینایي الاصله امریکایي بندي ژیو وانگ د یو ایراني محصل مسعود سلیماني سره چې په امریکا کې بندي و، تبادله کیږي. ښاغلی وانگ د "جاسوسۍ" په تور په ایران کې په ١٠ کاله بند محکوم شوی و او ښاغلی سلیماني هم د ایران په ضد د سوداگریزو بندیزونو نه په سرغړونه محکوم او په امریکا کې بندي و. د ایران د بهرنیو چارو وزیر محمد جواد ظریف، په خپله ټویټر پاڼه لیکلي: "خوشحاله یم چې پروفیسور مسعود سلیماني او ښاغلی ژیو وانگ ژر تر ژره د خپلو کورنیو سره یوځای کیږي". ښاغلي ظریف زیاته کړې: "د ټولو اړخونو څخه چې پدغه بهیر کې دخیل وو په ځانگړې توگه له سویس نه مننه کوم". د امریکا د متحده ایالاتو جمهور رئیس دونالد ټرمپ، هم دغه تبادله تائید کړې ده. ښاغلي ټرمپ په خپله ټویټر پاڼه د ژیو وانگ په اړه لیکلي: "هغه متحده ایالاتو ته په لار دی". څرنگه چې امریکا په ایران کې سفارت نلري، په تهران کې د سویس سفارت په هغه هیواد کې د امریکا د متحده ایالاتو گټې ساتي. پدې وروستیو ورځو کې د امریکا او ایران ترمنځ د بندیانو په تبادلې کې د پرمختیا په اړه زیات رپوټونه خپاره شوي وو. د ایران دولتي تلویزیون په یو تازه رپوټ کې ویلي چې ښاغلی سلیماني له خوشې کیدو وروسته په سویس کې ایراني مقاماتو ته سپارل شوی دی.