
روهي(نۍ/۱۶ د لیندۍ)، په بغداد کې د عراق د حکومت ضد اعتراض کوونکو د وسله والو په برید کې د وژل شویو کسانو شمیر ٢٣ شو. دغه برید د جمعې په شپه په بغداد کې د مظاهره کوونکو د راټولیدو په اصلي ځای تحریر میدان کې شوی دی. پدغه حمله کې بریدگرو په وسلو او چړو پر اعتراض کوونکو حمله کړې ده. پولیس او د بغداد د روغتونونو منابع وایي چې څه دپاسه ١٢٧ تنه پدغه تاوتریخوالي ټپیان شوي هم دي. په وژل شویو کسانو کې درې پولیس هم شامل دي. امنیتي منابعو ویلي چې د بریدگرو هویت تر اوسه ندی څرگند شوی. د تیرې شپې له برید وروسته نن د شنبې په ورځ هم امنیتي گواښونو دوام درلود. مقاماتو ویلي چې په موټرسایکلونو سپاره یو شمیر وسله وال چې اعتراض کوونکو ته له نژدې ځایه تیریدل ډزې کړي. په عراق کې د دوو میاشتو راهیسې اعتراضونه روان دي چې ددې هیواد صدراعظم عادل عبدالمهدي یې استعفی ته اړ کړ. په بغداد کې تازه تاوتریخوالی څو ساعته وروسته له هغې رامنځ ته شو چې امریکا د عراق په درې ملیشه قوماندانانو باندې د اعتراض کوونکو په وژلو کې د لاس لرلو په تور بندیز ولگاوه. ایران ددغو دریو ملیشه قوماندانانو ملاتړ کوي.