روهي(نۍ/۱۶ د لیندۍ)، د ایرلنډ پخواني لومړي وزیر بیرټي اهیرن، پخواني 'داعشۍ ناوې' لیزا سمېت یوه "مینه ناکه آغلې" بللې چې له خپل کار سره مینه لري. ۳۸ کلنه سمېت له ترهګرۍ سره د تړاو لرلو په تور نیول شوې، خو هغه پخوانۍ پوځۍ وه چې د ایرلنډ د حکومت لپاره یې کار کاوه. سمېت څو ځله له ښاغلي اهیرن او له پخوانۍ ولسشمرې ماري مکالیس سره ګډ سفرونه هم کړي دي. اغلې سمېت په اصل کې د لاوت سیمې د ډونډالک مېنې اوسېدونکې ده. هغه په ۲۰۰۰ کال له زدکړو وروسته د ایرلنډ پوځ او هوايي ځواکونو کې شامله شوې ده. دا له ایرلنډۍ ورځپاڼې "ایرېش انډپنډنټ" سره خبرو کې د خپل ځان په اړه وايي، چې مېلو او د شرابو څښلو کې یې یوه اندازه عمر تېر شوی، چرس یې هم څکولي او ځینې وخت به یې د خوشحالۍ ګولۍ (اکسټاسي) هم خوړلې، خو وايي مسلمانېدو یې ژوند بدل کړ. مخکې یې ایرلنډ کې د سمېت په نامه له یوه سړي سره واده کړی، خو ګډ ژوند یې ډېر دوام ونه کړ. په ۲۰۱۵ کال، سوریې ته تللې او هلته یې له یوه برتانوي جنګیالي سره واده وکړ او یوه لور یې وزیږېده. سمېت د تېرې چارشنبې په ورځ ډبلن کې محکمې ته حاضره کړل شوه چې محکمې یې څلوېښت دقیقې وخت واخیست. هغه د تورونو اورېدو پرمهال چوپه وه. له ناقانونه نړیوالو ډلو سره یوځای کېدل د ایرلنډ د جنايي قانون ښکاره مخالفت دی، چې اغلې سمېت پرې لس کاله بندي کېدای شي. پولیس وايي، پر سمېت د ترهګرو ډلو د مالي ملاتړ نور تورونه هم شته. سمېت په یوه مخکېنۍ مرکه کې ویلي، څو ځله د امریکا فډرالي استخباراتي غړو تحقیقات ترې کړي او د دې د سترګو نښې یې اخیستې دي سمېت د ښځینه بندیانو زندان ته لېږدول شوې ده. قاضي وايي، د زندان له ادارې به وغواړي چې د هغې د سلامتیا پخاطر یې له نورو ښځینه بندیانو لیرې وساتي. په پام کې ده چې د راتلونکې سې شنبې په ورځ بیا محکمې ته حاضره کړل شي.
وروستي