په یوه ويډيویي کلیپ کې لیدل کیږي چې دغه ښځه پر دریځ ناڅي، کله چې دریږي د ډز غږ اورېدل کیږي

روهي(نۍ/۱۶ د لیندۍ)، یوه هندۍ نڅاګره له هغه وروسته روغتون کې بستري شوه، چې په واده کې د نڅا له پرېښودلو وروسته پرې مرمۍ ولګېده. په یوه ویډیويي کلیپ کې لیدل کېږي چې دغه ښځه پر دریځ ناڅي، کله چې درېږي، د ډز غږ اوریدل کېږي او له هغه وروسته داسې حال کې لیدل کېږي چې مخ ته یې لاس نیولی او پر ځمکه لوېږي. پولیسو ویلي، هغه سړی یې پېژندلی چې ډز یې کړی او اوس د تېښتې په حال کې دی. پېښه د اتر پردېش ایالت په یوه کلي کې د سپتمبر پر لومړۍ نېټه هغه مهال وشوه، چې د واده مراسم روان و، خو پر خواله رسنیو د کلیپ له خپرېدو وروسته یې په اړه معلومات خپاره شوي. له دې مخکې د هند پنجاب ایالت کې ۲۰۱۶ کال کې ورته پېښه کې یوه مېندواره ښځه هغه مهال په ډزو وویشتل شوه، چې د واده مراسمو کې یې نڅا کوله. دغه هېواد کې داسې ځینې نور پېښې هم په حادثاتي توګه شوې دي. د همدې ۲۰۱۶ کال نومبر کې هریانه ایالت کې یوې ټوپکوالې ښځې د زوم د ترور په ګډون په یوه واده کې د خوښۍ ډزو پر مهال درې کسان ووژل. پنجاب پولیسو ۲۰۱۸ کال کې هغه سړی ونیو چې د ده د ادعا له مخې له یوه واده مخکې مراسمو کې یې په تېروتنه خپل ګاونډی وژلی و. ویل کېږي دغه سړي د خپل لور د واده په خوښۍ کې هوايي ډزې کولې چې یوه مرمۍ یې د ګاونډۍ ښځې پر ټنډه ولګېده او ځای پر ځای ومړه